سمنګان ولایت کې د یوه شپانه له خوا ۵ قلمه تاریخي آثار کشف شوي دي

کابل- ایرنا- د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې د یوه شپانه له خوا د ۵ قلمه تاریخي آثارو د کشف خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګي میراثونو د ساتنې عمومي مدیر محمد امین عزیزي تېره شپه ناوخته (شنبې د سلواغې ۷ مه) ویلي، چې سمنګان ولایت د مرکز اړوند دلخکي کلي شپانه عبدالمجید په دغه ولایت کې ۵ قلمه تاریخي آثار کشف کړي دي.

ښاغلي عزیز څرګنده کړې، د مرکز ایبک د دلخکي کلي اوسېدونکي د غره په یوه ډډه کې پنځه قلمه تاریخي آثار کشف کړي دي.

په دغه تاریخي آثارو کې یو «دېګ او د دغه سر» «پتنوس» «د اوبو جام» او یو «د آس نغل» شامل دي، چې نوموړي کس د موندلو وروسته د امنیه قوماندانۍ امنیتي ځواکونو ته سپارلي او وروسته د قوماندانۍ له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول.

د محمد امین عزیزي په وینا، تر اوسه د دغه تاریخي آثارو نوعیت نه دی معلوم او لرغونتون به یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پوهنې ټیم له پلټونو او لابراتور وروسته معلوم شي.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان له پنځه زره کلن تاريخ سره د ناڅرګندو لرغونو اثارو او تاريخي ځايونو درلودونکى دى.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .